انصار: (د مرغومی ۱۹ مه)، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» اټکل کوي چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي به په نوي میلادي کال کې هم بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د اوچا ادارې پر ایکس پاڼه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه افغانان به په ۲۰۲۴ میلادي کال کې نړیوالو بشري مرستو ته اړ وي.
راپور زیاتوي چې که څه هم په تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې افغانستان له اقتصادي پلوه نسبي ثبات درلوده، خو بیا هم ۶۵ فیصده کورنیو اقتصادي ستونزې لرلې.
د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، افغانستان د بېځایه شویو کډوالو د لاسنیوي، د ماینونو او ناچاودو توکو پاکولو، د ماشومانو د جبري کار او په کم عمر کې د نجونو د ودونو مخنیوي او د ذهني ناروغانو درملنې او نورو مرستو ته د اړو خلکو د لوړې کچې له پلوه پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29501